د کراچۍ پوهنتون برید، نوي انکشافات شوي دي

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ پوهنتون د ځانمرګي بريد په اړه نوې پلټنې او انکشافات روان دي او په داسې حال کې نوی انکشافات شوي دي.

دسرچينو له مخې بريدکوونکې ښځینه زده کوونکې يوه ورځ وړاندې هم دبم دچاودنې په نيت راغلې وه خو د انسټيټيوټ په ګاړي کې چينايي ډايريکټر موجود نۀ وؤ نو ځکه بريد ديوې ورځې لپاره وځنډول شو.

سرچينې زياته کړې، چې په وروستۍ شېبه کې یوه بله ښځه هم د پوهنتون دروازې سره ولاړه وه ، کله چې ښځينه بريدګره هلته ورسېده، هغې ورته يو ځانګړى ټېلېفون ورکړو او بیا ددې ځای څخه لاړله.
سرچينې زياته کړې، چې په چاودېدونکو توکو کې په زياته اندازه فاسفورس کارول شوي وو، چې د اور لګېدنې وړ وي.

بل لوري ته دملگرو ملتونو دامنيت شورا دکراچۍ په يونيورسټۍ کې شوې بمي چاؤدنه په سختو ټکو کې غندلې ده اؤ وئيلي يې دي چې مسؤل کسان دې عدالت ته راکاږل شي.

د یادونې ده چې هم دغه ښځې بیا په ۲۶مه نیټه هم دې دروازې سره په چینایی وګړو ګاړي ځانمرګي برید وکړو ، په دې برید کې درې چینایی وګړي اووژل شول.

Leave a reply