پرویز الهي د لاهور هایی کورټ امر منلو څخه انکار کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر او د مسلم ليګ (ق) مشر پروېز الهي د حمزه شهباز د سوګند پورته کولو په اړه د لاهور هائي کورټ د پرېکړې منلو نه انکار کړی دی.
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر پرويز الهي وئيلي دي چې صدر او ګورنر باي پاس نه شي کيدې، د لاهور هائي کورټ د فيصلې خلاف به نن وکيلان عدالتونو کښې حاضرېږې۔
په عدالتونو کې د رخصتۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې پروېز الهي وويل چې دا یو عدالت نه دې یو عدالت د خدای هم شته دې. بل اړخ ته پي ټي آئي هم دغه فيصله عدالت کښي چيلنج کولو اعلان کړے دے۔
د پي ټي آئي يو وياند وئيلي دي چې د انټر کورټ اپيل تياري روانې دي، د وزيراعظم لخوا ليږل شوې سمري لا هم په ايوان صدر کښې پاتې ده او صرف صدر يا ګورنر د حلف لپاره بل کس نامزد کولې شي۔
ياده دي وي چي د لاهور هائي کورټ د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف ته هدايات کړي دي چي د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز نه حلف واخلي۔هائي کورټ حکم ورکړے دے چې سپيکر به د حمزه شهباز نه د اپرېل په 30مه نېټه سهار 11:30 بجې حلف اخلي۔