ایران وایي دوی د ورغلو افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پيلوي

د دۀ په خبره دوی نه شي کولی له سلګونه زره افغان کډوالو سره ناوړه چلند وکړي نو ښه لاره یې دا ده چې دوی ثبت کړي او د اوسېدو موقت وخت ورکړي.
نوموړي په ایران کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ کړی چې د ثبت ځانګړو مرکزونو ته ورشي او له کومې وېرې پرته د موقت اوسېدو جواز ترلاسه کړي.
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي دوی د ورغلو افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پيلوي. د ایران د کورنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په وروستیو کې دغه هېواد ته سلګونه زره افغان کډوال ورغلي چې دواړو لورو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
د دۀ په خبره دوی نه شي کولی له سلګونه زره افغان کډوالو سره ناوړه چلند وکړي نو ښه لاره یې دا ده چې دوی ثبت کړي او د اوسېدو موقت وخت ورکړي.
نوموړي په ایران کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ کړی چې د ثبت ځانګړو مرکزونو ته ورشي او له کومې وېرې پرته د موقت اوسېدو جواز ترلاسه کړي.
دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی چې له ثبت پاتې افغان کډوالو سره به بیا سخت چلند کېږي.