ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي

0
314

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي

نوموړي پروني برید ته په اشارې ویلي چې افغانان ان د عبادت پر مهال هم خوندي نه دي. په کابل کې تېره ورځ په یوه خانقا کې چاودنه وشوه، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. تر اوسه ددغه چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

 

(2022 / 4 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر رامز الکبروف په تازه څرګندونو کې ویلي چې په جوماتونو او بازارونو کې پر ملکي وګړو بریدونه کول بې وجداني ده.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي په خپلو څرګندونو کې یاد بریدونه غندلي او وايي د افغانانو دوامداره رنځ او درد ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

هغه زیاتوي چې پر ملکي وګړو هر ډول برید غیر انساني او بشر ضد کړنه ده او ملګري ملتونه یې غندي.

نوموړي پروني برید ته په اشارې ویلي چې افغانان ان د عبادت پر مهال هم خوندي نه دي.

په کابل کې تېره ورځ په یوه خانقا کې چاودنه وشوه، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. تر اوسه ددغه چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

Leave a reply