ازبکستان وایي په دغه هېواد کې د افغانستان ځای پر ځای شوې الوتکې افغان حکومت ته نه ورکوي

ازبکستان وایي په دغه هېواد کې د افغانستان ځای پر ځای شوې الوتکې افغان حکومت ته نه ورکوي
د دۀ په خبره دغه الوتکې د امریکا دي او پخواني حکومت ته اخیستل شوې وې، چې اوس هم نوي حکومت ته نه ورکول کېږي بلکې امریکا یې په اړه پرېکړه کوي. دغه ازبکستاني ديپلومات ويلي په دې اړه یې د افغانستان نوي حکومت ته هم وضاحت ورکړی دی.
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ازبکستان وایي په دغه هېواد کې د افغانستان ځای پر ځای شوې الوتکې افغان حکومت ته نه ورکوي. د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي، په کابل کې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته ټولې ور وړل شوې الوتکې له امریکا سره د یوه توافق له مخې د ازبکستان له لوري ساتل کېږي.
د دۀ په خبره دغه الوتکې د امریکا دي او پخواني حکومت ته اخیستل شوې وې، چې اوس هم نوي حکومت ته نه ورکول کېږي بلکې امریکا یې په اړه پرېکړه کوي.
دغه ازبکستاني ديپلومات ويلي په دې اړه یې د افغانستان نوي حکومت ته هم وضاحت ورکړی دی.
تېر کال د افغان حکومت تر سقوط وروسته ګڼې الوتکې د پیلوټانو له لوري تاجکستان او ازبکستان ته یوړل شوې، چې بیا افغان حکومت په وار وار ددې الوتکو د راګرځولو غوښتنه کړې ده، خو تر دې دمه منل شوې نه ده.






