د مسجد نبوي پیښه، د پي ټي آیی مشر هم په دې موقع موجود وو

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر او د عمران خان پخوانې صلاح کار صاحبزاده جهانګير هم په دغه غمجنه پيښه کښې موجود وو کومه چې تيره ورځ په مسجد نبوي کښې د وزيراعظم شهباز شريف او د وفاقي کابينې غړو سره شوې وه۔
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له یوه ۱۳ کسیز پلاوي سره سعودي عربستان ته په درې ورځني رسمي سفر پرون مدینې منورې ته ورسېد.
وروستو وزيراعظم او ورسره پلاوى روضې رسول صلى الله عليه وسلم ته ورسيدل چرته چې يو شمير خلکو دمسجد نبوي په احاطه کې ددوي په ضد نعرې وهلې.




