مسجد نبوي پیښه، حکومت وایی د ککړو کسانو سره به قانوني چلند وشي

باغی ټي وي رپورټ
حکومت اشاره کړې چې په پېښه کې د ککړو کسانو سره به قانوني چلند وکړي.
په اسلام اباد کې دخبرو په مهال رانا ثناء الله وئيلي دي چې دپخواني وزيراعظم عمران خان اؤ دکورنو چارو پخواني وزير شيخ رشيد په ريکارډ کې موجود دي چې په مسجد نبوي کې پيښه څنګه پلان شوې وه.
هغه وویل چې دا مناسبه نه ده چې یو سل پنځوس کسان راغونډ کړي او د یو چا سپکاوی وکړي ، هغه زیاته کړه چې د جهوریت له لارې بایدمبارزه وکړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې د خپله حد څخه تیر شي.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې د دوی وزارت به د سعودي چارواکو څخه غوښتنه وکړي چې په پیښه کې د ښکیلو کسانو پر ضد اقدام وکړي او په پیښه کې د ښکیلو کسانو هویت هم پاکستان ته واستوي ترڅو د دوی په وړاندې قانوني چلند وشي.
رانا ثناءالله زیاته کړه چې دا پېښه مذهبي احساسات پارولي او هېواد کې ګډوډي رامنځته کولی شي، دغه کسان دې له مقدسې خاورې بېرته واستول شي، د سي سي ټي وي فوټيج په لټه کې دي چې پر ضد يې اقدام وشي، وزیر داخله اوویل چې د قانون له وزارت څخه يې غوښتنه کړې چې په دې اړه مونږ ته مشوره راکړي چې آیا مونږ ددې پیښې په ضد مقدمه کولې شو؟






