ایران لۀ افغانستان سره پر ګډه پوله روغتون جوړوي

ایران لۀ افغانستان سره پر ګډه پوله روغتون جوړوي
د ا.ا د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په ګډه پوله کې د ایران له لوري جوړیدونکي روغتون ته به له ويزې پرته هم افغان ناروغان تګ راتګ وکړای شي. د ا.ا چارواکو په تورخم او سپين بولدک کې د پاکستان له لوري هم د ورته روغتونونو د جوړیدو خبر ورکړی.
(2022 / 4 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د ایران د سفارت مرستيال سید حسن مرتضوي وايي، چې هېواد یې له افغانستان سره پر ګډه پوله یو روغتون جوړوي.
نوموړي د ا.ا د عامې روغتيا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره د لیدنې پر مهال په کابل او باميانو کې هم د ايران په مرسته د جوړیدونکو روغتونونو په اړه خبرې کړي.
د ا.ا د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د کابل په افشارو کې يې د ايران په مرسته د جوړیدونکي روغتون په اړه غوښتي، چې د سرطان ناروغانو ته یې ځانګړی کړي. سرچینه وايي، چې ايراني لوري یې دغه غوښتنه منلې ده.