عمران خان وایی چې د کرپټ حکومت په ضد به وایټ پیپرز راواړي

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان وئيلي دي چي ډير زر به د شريف خاندان کرپشن په اړه وایټ پیپرز راوړي او راوسپړي۔
په ملتان کې ورکرز کنونشن ته په خطاب کې عمران خان وویل، زه تاسو ته اسلام اباد ته زنګ وهم، خان اوویل چې د میر جعفر او میر صادق په ګډون د غلو یوه ډله مسلطه شوې ده.
هغه وويل په پاکستان کې دحقيقي ازادۍ لپاره بايد ماشومان تيار کړل شي اؤ په هيواد کې بايد انتخابات ترسره شي.
عمران خان ویلي چې د شهباز شریف په ضد د اربونو روپو د کرپشن مقدمې دي، هغه به د خپلو پیسو د ژغورلو لپاره ملي ګټې قربانوي، خان اوویل چې د چا پیسې چې له ملکه بهر وی نو د سامراجي طاقتونو پرضد به غږ کله هم پورته نه کړي.
د پي ټي آئي چيئرمېن وئيلي دي چې ډير زر به د شريفو کرپشن په اړه سپين کاغذونه راوسپړي، خلقو ته مو دا وینا ده چې بهرني سامراج په مونږ څه قسمه خلق مسلط کړي دي۔هغه زیاته کړه، چې ډېر زر به دوه میلیونه کسان ددې حکومت په ضد اسلام اباد ته راوبلل شي.






