ګوتریش: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین جګړې مخنیوي کې پاتې راغلې 

0
147

ګوتریش: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین جګړې مخنیوي کې پاتې راغلې 

ګوترش وویل ملګري ملتونه به له خپلو موجوده امکاناتو څخه په استفادې سره هڅه وکړي چې د ماریپول د اوسپنې په فابریکې کې ایسار ولسي خلک خوندي واېستل شي. د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلیسنکي وویل چې باور لري دا هلې ځلې به بریالۍ نتیجه ورکړي.

(2022 / 4 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش ومنله چې د امنیت شورا ونه توانېدله په اوکراین کې د جګړې د مخنیوي او ختمولو لپاره پوره هڅه وکړي.

ګوترش پرون په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي سره په یو ګډ خبري‌ کنفرانس کې وویل چې د امنیت شورا د دغې جګړې د مخنیوي او ختم لپاره ونه توانېدله، هر هغه څه چې په واک کې لري، و یې کاروي.

له دغه کنفرانس څخه څو ساعته وروسته روسیې د اوکراین د مرکز کیف ځينې سیمې په توغندیو ووېشتلې.

د راپورونه په اساس په روانه میاشت کې روسیې تر دې دمه په اوکراین باندې تر ټولو قوي بریدونه کړي دي.

Leave a reply