کراچۍ پوهنتون ځانمرګي برید ، چارواکو ته مهم کاغذونه په لاس راغلي

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ پوهنتون د چاودنې په پلټنو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
څېړونکي وايي، پلټونکو په بېلابېلو عملیاتو کې د ځانمرګي بریدګر د کورنۍ د عکسونو په ګډون مهم اسناد کشف کړي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په عملياتو کې د يادې مېرمنې د خاوند ملي شناختي کارډ هم موندل شوى او تېره شپه په عملياتو کې بهرني سيمونه هم ترلاسه شوي دي.
د اپرېل په ۲۶مه، یوه ځانمرګي بریدګر د کراچۍ په پوهنتون کې د کنفیوشس انسټیټیوټ ته څېرمه خپل ځان ته چاودنه ورکړه، چې د دریو چینايي استادانو په ګډون یې څلور کسان ووژل.
دا چاودنه او ځانمرګي برید په مبینه توګه یوې بلوچۍ ښځینه زده کوونکې نن سبا ی ایم فل کې هم داخله کړې وه ،ترسره کړه، ددې برید ګرې نامه شاران،شیرین بلوچ وو او د دو بچو مور هم وه، خاوند ی ډاکټر دې.





