جوزجان کې یو تعویذ لیکونکی نیول شوی

0
177

جوزجان کې یو تعویذ لیکونکی نیول شوی

د جوزجان ولایت امنیه قومندان سراج‌الدین احمدي وايي چې دغه تعویذ لیکوونکی محمدکبیر نومېږي او د شبرغان ښار د «شینکوټ» کلي اوسېدونکی دی چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په یوه عملیات کې نیول شوی دی.

 

(2022 / 4 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د جوزجان ولایت مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تعویذ لیکوونکی « کوډګر» نیولی دی.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان سراج‌الدین احمدي وايي چې دغه تعویذ لیکوونکی محمدکبیر نومېږي او د شبرغان ښار د «شینکوټ» کلي اوسېدونکی دی چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په یوه عملیات کې نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه تعویذ لیکوونکي له کلونو راپدېخوا دغه ولایت کې خلک تېراېستل او ډېرې پیسې به یې ترې اخیستې.

د جوزجان د امنیې قومندان زیاتوي چې دغه تعویذ لیکوونکي یوازې له یوې مور او لور څخه ۱۲۰۰۰ ډالر ۵۰۰۰ افغانۍ او د سرو زرو دوه سیټه اخیستي وو.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت جنايي مدیر محمدرسول وايي چې له نیول شوي تعویذ لیکوونکي څخه د کوډګرۍ او تعویذ لیکلو دوه کتابونه او ۵۰۰۰۰ افغانۍ ترلاسه شوي دي.

د مسوولانو په وینا، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او په څو میاشتو کې یادې کورنۍ ته د پیسو د بېرته ورکولو ژمنه یې کړې ده.

Leave a reply