د کراچۍ ښځینه ځانمرګۍ برید، مهم انکشافات مخې ته راغلي

0
89

باغي ټي وي رپورټ
په کراچۍ پوهنتون کې له چاودنې وروسته پلټنې او چاپې روانې دي.

امنیتي ځواکونو هغه بنګله وتړله چې ښځینه ځانمرګي بریدګره په دې بنګله کې اوسیدله.

د ځایي خلکو په وینا، دا بنګله د سچل پولیس سټیشن په حدودو کې د استوګنې په ټولنه کې موقعیت لري.د ځايي خلکو په وينا، دغه بنګله له څو ورځو راهيسې تړلې ده او تر اوسه ترې څوک نه دي نيول شوي.

د اپرېل په ۲۶مه، یوه ځانمرګي بریدګر د کراچۍ په پوهنتون کې د کنفیوشس انسټیټیوټ ته څېرمه خپل ځان ته چاودنه ورکړه، چې د دریو چینايي استادانو په ګډون یې څلور کسان ووژل.
دا چاودنه او ځانمرګي برید په مبینه توګه یوې بلوچۍ ښځینه زده کوونکې نن سبا ی ایم فل کې هم داخله کړې وه ،ترسره کړه، ددې برید ګرې نامه شاران،شیرین بلوچ وو او د دو بچو مور هم وه، خاوند ی ډاکټر دې.

Leave a reply