د مسلم لیګ ن سینیټر مصدق ملک د وفاقي وزیر په توګه سوګند پورته کړو

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن سینیټر مصدق ملک د وفاقي وزير په توګه سوګند پورته كړو۔
مصدق ملک د ايوان صدر کې سوګند پورته کړو چرته چې صدر عارف علوي د وفاقي وزير په توګه د هغه څخه سوګند واخستو.
سرچينې وائي چې سينيټر مصدق ملک ته به د انرجۍ قلمدان ورکول کيږي.ياده دي وي چي سينيټر مصدق ملک د مسلم ليګ نون په تير دور کښي د وزيراعظم خاص مرستيال پاتې شوې دې.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان اولس مشر د نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف څخه د سوګند اخستلو څخه انکار کړې وو چې بیا ورستو د سینټ چیرمین نوي ټاکل شوي وزیراعظم څخه سوګند واخستو.






