شهباز شریف لومړي ځل د وزیراعظم په توګه عربستان ته تللې دې

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د یوه ۱۳ کسیزه پلاوي په ملتیا په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته تللی.

وزيراعظم شهباز شريف سره د ايم کيو ايم خالد مقبول صديقي، وفاقي وزيران بلاول بهټو زرداري، شاه زين بګټي، چوهدري سالک حسين، خواجه آصف، مفتاح اسماعيل، مريم اورنګزيب، خواجه آصف او ايم اين اے محسن داوړ هم ملګري دي۔په پلاوي کې د لومړي وزیر شهباز شریف د شخصي کارکوونکو څلور غړي هم شامل دي.

د دولتي خبري آژانس د خبر له مخې لومړی وزیر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز په بلنه په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته تللی دی.

Leave a reply