نیب د فرح ګوګي د اثاثو پلټنې پیل کړې دې

0
185

باغی ټي وي رپورټ
د احتساب قامي ادارې (نیب) د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د ملګرې فرح خان عرف فرح ګوګي په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د نيب لخوا جاري شوي بيان ترمخه د نامعلومه سرچينو د آمدن او مني لانډرنګ تورونو په اړه به انکوائري کولے شي، ډي جي نيب لاهور ته د قانون مطابق کارروائي کولو هدايات شوي دي۔

په خبرپاڼه کې راغلي، چې فرح خان په دې هم تورنه ده، چې د بېلابېلو کاروبارونو په نوم یې ګڼ بانکي حسابونه درلودل، په تېرو ۳ کلونو کې د فرح خان په اکاونټ کې ۸۴۷ میلیونه روپۍ موندل شوي دي.

نیب ویلي چې دا رقم د فرح خان د پروفایل مطابق نه وو، پیسې د فرح خان په شخصي اکاونټ کې جمع شوې وې او سمدستي بیرته وېستل شوې وې.میډیا رپورټونو کې فرح خان باندې په غیرقانوني لارو د اثاثو جوړولو تور لګول شوې وو. د نیب په بیان کې ویل شوي چې د فرح خان په اثاثو کې د 2018 کال څخه په انکم ټېکس کې په ډرامایی ډول زیاتوالی راغلی چې په ترڅ کې فرح خان 9 ځله متحده ایالاتو (امریکا) او 6 ځله متحده اماراتو ته سفر کړی دی.

Leave a reply