د ملګرو ملتونو عمومي منشي افغانستان کې د نغدو پیسو د ستونزې پر حل ټینګار کړي 

0
191

د ملګرو ملتونو عمومي منشي افغانستان کې د نغدو پیسو د ستونزې پر حل ټینګار کړي 

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان یو شمېر کارپوهانو ویلي چې د امریکا له لوري د افغانستان د مالي زېرمو کنګل کېدل د دې سبب شوي چې په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې زیاتې او میلیونونه وګړي یې له کړاونو سره لاس او ګرېوان شي.

(2022 / 4 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې ملګري ملتونه د امریکا له مالیې وزارت او د افغانستان له مرکزي بانک سره په ګډه کار کوي څو په دغه هېواد کې د نغدو پیسو د کمښت ستونزه حل شي.

نوموړي دا څرګندونې روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې مسکو کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې کړې دي.

ګوتریش ویلي چې د نغدو پیسو کمښت د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز لري او له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره د نغدو پیسو مرستې ډېرې کړي.

Leave a reply