د بشري مرستو د د ۳۲ میلیوني ډالرو ۲۶ مه کڅوړه د افغانستان بانک ته وسپارل شوه 

0
172

د بشري مرستو د د ۳۲ میلیوني ډالرو ۲۶ مه کڅوړه د افغانستان بانک ته وسپارل شوه 

یاد بانک ویلي چې د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کیږي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې مرکزي بانک ویلي وو چې تر اوسه پورې ۷۶۱ میلیون ډالر د نغدي مرستې په توګه افغانستان ته انتقال شوي دي.

 

(2022 / 4 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان بانک وایي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام نن د ۳۲ میلیونه ډالري بشري مرستې ۲۶مه کڅوړه هم کابل ته را رسېدلې ده.

د یاد بانک په خبره، کابل ته راغلي دا پیسې یې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلې دي.

د دغه بانک په وینا، دا مرسته به د بشري خدمتونو په برخه کې په معقول شکل سره ولګول شي. د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو د هرکلي تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

یاد بانک ویلي چې د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کیږي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې مرکزي بانک ویلي وو چې تر اوسه پورې ۷۶۱ میلیون ډالر د نغدي مرستې په توګه افغانستان ته انتقال شوي دي.

Leave a reply