امریکا افغانستان کې د ۷،۱۲ میلیارده ډالرو پۀ ارزښت وسلې او مهمات پريښي

سرچینه وایي چې په دې وسلو او مهماتو کې جنګي الوتکې، ټاکنونه، موټرونه، وسلې، مهمات او له ځمکې هوا ته وسلې شاملې دي. سرچینه کاږي چې امریکا له ۲۰۰۱ بیا تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان پوځ ته د شاوخوا ۱۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات ورکړي دي، خو د پنټاګون وروستی راپور ښيي چې د ۷،۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات دمګړی د افغانستان د نوي حکومت په واک کې دي.
(2022 / 4 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات ترې پاتې دي.
سي ان ان په یوه راپور کې ویلي چې امریکا تېر کال له افغانستان ووته خو د وتلو بهیر د ناسم مدیریت له امله یې په افغانستان کې د ۷.۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پرې اېښې دي.
سرچینه وایي چې په دې وسلو او مهماتو کې جنګي الوتکې، ټاکنونه، موټرونه، وسلې، مهمات او له ځمکې هوا ته وسلې شاملې دي. سرچینه کاږي چې امریکا له ۲۰۰۱ بیا تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان پوځ ته د شاوخوا ۱۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات ورکړي دي، خو د پنټاګون وروستی راپور ښيي چې د ۷،۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات دمګړی د افغانستان د نوي حکومت په واک کې دي.
په راپور کې راځي چې امریکا دمګړی د یادو وسلو د له منځه وړلو او یا بېرته راوړلو لپاره کوم پلان نه لري.