د کراچۍ پوهنتون ځانمرګي برید، د برید په اړه مهم معلومات ترلاسه شوي
د پلټنو سرچينو ترمخه د کراچۍ يونيورسټئ کښې مبينه خودکش حمله کونکې زنانه په بلوچستان يونيورسټئ کښې زده کړې بشپړ کړې وې او د هغې د کورنۍ نور غړي هم تعليم يافته دي.
پلټونکې سرچينې وايي، چې د وژل شوې ښځې پلار په دې وروستيو کې په بلوچستان کې په شلم ګریډ کې ریټایرډ شوې او خاوند او خور يې هم ډاکټران دي.
د پلټونکو سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغې ښځې د ځان وژنې د کورنۍ کوم جرمي ریکارډ نه دی موندل شوی.
تر دې مخکې پلټونکو ویلي وو چې یوه ښځینه ځانمرګي بریدګر پوهنتون ته د رسیدو لپاره له ریکشه څخه کار اخیستی او پوهنتون ته رارسیدلې ده.
چارواکو ویلي چې دغې ښځې کراچۍ پوهنتون ته د ننوتو لپاره د مسکن دروازې له لارې کار اخیستی وو،د رپورټ مطابق ښځنیه زده کوونکې د ماسپښین په ۱:۵۶ د کراچۍ پوهنتون ته داخله شوه.