د فارن فنډنګ کیس په اړه هیڅ کوم فشار نه قبلوو: چیف الیکش کمشنر

0
74

باغی ټي وي رپورټ

چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا وئيلي دي چې ددوي اداره هيڅ قسمه فشار راوړلو ته تيار نه ده، د بهرنو فنډنګ کيس فيصله به په ميرټ وي۔

د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کښې د پي ټي آئي د بهرني فنډنګ کيس په اړه اوریدنه وشوه.

د پي ټي آئي وکيل انور منصور خان وئيلي دي چې د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ مقدمه به تر هغې نه شي پرمخ تللې چې پاتې مقدمې مخې ته نه وي راغلي.

چيف اليکشن کمشنر وويل د پي ټي آئي مقدمه ٨ کاله پخوانۍ ده، ستاسو قيادت وئيلي دي چې دغه کيس زر تر زره حل کړي، د هائي کورټ د حکم نه وړاندې هم مونږ دا کيس حل کولو ته روان وو، کميشن خپله کړنلاره جوړوي، آیا تاسو پوهیږي چې الیکشن کمیشن نیټې هم له بلې محکمې څخه اخیستل کیږي؟

د پي ټي ائي وکيل وويل تاسو مقدمه د اختر نه پس جاري ساتئ، زه تاسو ته دا ثابته کړم چې فنډ ورکوونکي پاکستانيان وو، دا ثابته کړم چې ټول شرکتونه د يو واحد ملکيت شرکتونه دي، زما دلائل اوس شروع شوي دي او زه د ميليونو ډالرو حساب ورکوم. چيف اليکشن کمشنر وويل په ميرټ به فيصله کيږي، کميشن هيڅ ډول فشار راوړلو ته تيار نۀ دى، دکوم ګوند سره به زیاتې او ناانصافي و نه شي، هغه زیاته کړه چې عدالت دې ته نه ګوري چې باهر پینځه کسان راغلي او که نا باهر ۵ پینځ لکه کسان راغلي دي، هغه اوویل مونږ هیڅ فشار نه قبلوو او پریکړه به په انصاف شي.

Leave a reply