د کراچۍ برید، چاودیدونکي مواد پوهنتون کې دننه ورکړل شوي وو: آیی جي کراچي

0
57

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ اډيشنل آئي جي غلام نبي ميمن وئيلي دي چې ښائي دغه چاؤديدونکي مواد په يونيورسټۍ کې دننه ايښودل شوي وي.

جیو نیوز سره په خبرو کې ایڈیشنل آئي جی کراچۍ غلام نبي میمن ویلي د کراچۍ په یونیورسټۍ کې ځان ته چاودنه ورکوونکې ښځه پیژندل شوې ده، هغه د کراچۍ یونیورسټۍ زده کوونکې وه او په هاسټل کې اوسیدله.
د رپورټ مطابق ځانمرګي برید کوونکي په ایجوکیشن کې تر ماسټرې ډګرې پورې زده کړې کړې او نن سبا د ایم فل اوکال زده کوونکې وه.
ايډيشنل آئي جي اوويل چي امکان لري چې د يونيورسټئ دننه زنانه ته بارودي مواد ورکړے شوي وو، په سي سي ټي وي کښي زنانه مطمینه لیدل کیږي، هغه زیاتوي چې دا پيښه حيرانوونکې ده۔
غلام نبي ميمن وويل په يونيورسټۍ کې دښځو اکېډمک ريکارډ چک کيږي، کراچۍ يونيورسټۍ خپل امنيت لري اؤ دننه د رېنجرز يوه څانګه هم لري، دترهه ګرۍ پيښې يواځې داستخباراتي معلوماتو په اساس ناکامه کيدى شي.

Leave a reply