امریکا: د سېپټمبر د یوولسمې بریدونو د امریکا د ژوند تګلوری بدل کړ

0
237

امریکا: د سېپټمبر د یوولسمې بریدونو د امریکا د ژوند تګلوری بدل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي چې پر متحدو ایالاتو د سېپټمبر د یوولسمې بریدونو د امریکا د ژوند تګلوری بدل کړ.

 

(2021 / 9 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي چې پر متحدو ایالاتو د سېپټمبر د یوولسمې بریدونو د امریکا د ژوند تګلوری بدل کړ. شل کاله مخکې د سېپټمبر په یوولسمه په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه لویې ودانۍ، په واشنګټن ډي سي کې دفاع وزارت او څو نور ځایونه د الوتکو په وسیله په نښه شول. په دې پېښه کې د امریکايي چارواکو په وینا نږدې درې زره کسان ووژل شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې دا د امریکا د تاریخ تر ټولو توره ورځ وه. ټاکل شوې چې د امریکا په بېلابېلو ایالاتونو کې نن د دې ورځې په مناسبت ځانګړي مراسم جوړ شي.

Leave a reply