امریکا وايي هیله لرو طالبان به القاعده شبکې ته د فعالیت اجازه ورنکړي

امریکا وايي هیله لرو چې طالبان به القاعده شبکې ته د فعالیت اجازه ورنکړي
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین تمه ښودلې، چې طالبان به په خپله خاوره کې القاعده ډلې ته ځای ورنه کړي،
(2021 / 9 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین تمه ښودلې، چې طالبان به په خپله خاوره کې القاعده ډلې ته ځای ورنه کړي، اسټین په کویټ هېواد کې خبریالانو ته ویلي، ښایي القاعده شبکه په افغانستان کې یو ځل بیا حضور پیدا کړي، خو په خبره یې طالبان یې دې موضوع ته متوجه کړې دي. نوموړي زیاته کړې، امریکا په افغانستان کې د القاعده ډلې د بیا فعالېدو ګواښ ته متوجه ده او د له منځه وړلو لپاره یې کافي چمتووالی لري.





