روسیې په مسکو کې د امریکا سفیر احضار کړی
روسیې په مسکو کې د امریکا سفیر احضار کړی
په مسکو کې د امریکا سفیر جان سلیوان د هغه څه په خاطر چې روسي چارواکو د روسیې په انتخاباتو کې د متحدو ایالاتو لاس وهنه بللې
(2021 / 9 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
په مسکو کې د امریکا سفیر جان سلیوان د هغه څه په خاطر چې روسي چارواکو د روسیې په انتخاباتو کې د متحدو ایالاتو لاس وهنه بللې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی. سلیوان په دې اړه چې ولې احضار شوی دی څه نه دي ویلي، خو روسي رسنیو هم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. ځینو رسنیو د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې وايي، په مسکو کې د امریکا سفیر هغو روسي خبریالانو ته چې په امریکا کې کار کوي د کار د جواز د چمتو کولو لپاره د بهرنیوچارو وزارت ته بلل شوی و.