روسیې او ملګرو ملتونو د اوکراین پر جګړه خبرې کړې دي

روسیې او ملګرو ملتونو د اوکراین پر جګړه خبرې کړې دي
نوموړي ګوتریش ته ویلي چې د مذاکراتو مخالفت نه کوي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم ویلي چې روانه جګړه باید ودرول شي او د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات دې پایلې ته ورسول شي.
(2022 / 4 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې او ملګرو ملتونو د اوکراین پر جګړه خبرې کړې دي. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي نړۍ له یوې مخې په دې لټه کې ده چې د اوکراین جګړه اوږده شي او مذاکرات ناکام کړي.
د پوتین په وینا سره له دې چې دوی نظامي عملیاتو ته ادامه ورکړې ده، خو بیا هم هیله من دي چې اوکران د خبرو له لارې جګړه ختمه کړي.
نوموړي ګوتریش ته ویلي چې د مذاکراتو مخالفت نه کوي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم ویلي چې روانه جګړه باید ودرول شي او د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات دې پایلې ته ورسول شي.
ټاکل شوې چې ګوتریش تر روسیې وروسته اوکراین ته لاړ شي او پوره هڅه کوي چې د اوکراین جګړه نوره ودرول شي.






