د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات په بې مخینې توګه ډېر شوي دي

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات په بې مخینې توګه ډېر شوي دي
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې افغان لوري په اوو میاشتو کې د شپاړس میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات لرل. په ورته وخت کې دغه وزارت وايي چې د سکرو د صادراتو له درکه افغان حکومت ته یوازې په ګمرکونو کې ۴ میلیارده افغانۍ عاید ورغلی دی.
(2022 / 4 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات په بې مخینې توګه ډېر شوي دي. د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې په وروستیو اوو میاشتو کې بهر ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
سرچینه وایي چې په دې موده کې شاوخوا ۱،۸ میلیونه ټنه ډبرو سکاره بهر ته په تېره بیا پاکستان ته صادر شوي دي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې افغان لوري په اوو میاشتو کې د شپاړس میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات لرل. په ورته وخت کې دغه وزارت وايي چې د سکرو د صادراتو له درکه افغان حکومت ته یوازې په ګمرکونو کې ۴ میلیارده افغانۍ عاید ورغلی دی.
د افغانستان د ډبرو سکاره له خورا ښه کیفیت برخمن دي، چې په وروستیو کې یې صادرات ډېر شوي او تر ډېره یې کانونه د هېواد په شمالي ولایتونو کې دي.





