امریکا او سويډن له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي

0
188

امریکا او سويډن له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي

همدا راز په دې لیدنه کې په هېواد کې پر وروستیو امنیتي پېښو اندېښنه څرګنده شوې او دواړو لورو ویلي چې په یوه اونۍ کې په بېلو ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو ترسره کېدل او د ملکي وګړو وژل کېدل د جدي اندېښنې وړ مسئله ده. دوی بریدونه غندلي او ویلي دي چې خپله خواخوږي له افغانانو سره شریکوي.

 

(2022 / 4 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا او سويډن له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له سویډني چارواکو سره پر روان وضعیت او وروستیو امنیتي پېښو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې دوی به له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

همدا راز په دې لیدنه کې په هېواد کې پر وروستیو امنیتي پېښو اندېښنه څرګنده شوې او دواړو لورو ویلي چې په یوه اونۍ کې په بېلو ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو ترسره کېدل او د ملکي وګړو وژل کېدل د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.

دوی بریدونه غندلي او ویلي دي چې خپله خواخوږي له افغانانو سره شریکوي.

Leave a reply