یونسیف یو ځل بیا د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده

یونسیف یو ځل بیا د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده
د نوموړې په خبره دوی همدا راز له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ غوښتونکي دي او له نوي حکومت بیا هم غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
(2022 / 4 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یونسیف یو ځل بیا د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویاندې سام مورېت ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی تمه لري چې افغان حکومت دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
د مورېت په خبره په وروستیو کې د ماشومانو له روغتیا نیولې، تر لوږې او ښوونځیو کې تر ستونزو پورې راپورونه ورکول کېږي چې دا هر څه پاملرنې ته اړتیا لري.
د نوموړې په خبره دوی همدا راز له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ غوښتونکي دي او له نوي حکومت بیا هم غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
له دې سره جوخت افغان حکومت وايي دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي او هڅه کوي چې د ځینو خنډونو تر لرې کولو وروسته د ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه پرانیزي.





