سېف د چلډرن: افغانستان کې یو شمېر افغانان روژه په وچه ډوډۍ او اوبو ماتوي

دغه سازمان زیاته کړې ده چې په افغانستان د اقتصادي ناورین له پیلېدو سره ډېری خلک بې کاره شوي او د خپلو کوچنیانو د مړولو لپاره ناوړه کارونو ته مخه کوي. دغه سازمان د نړیوال بانک په حواله ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د سړي سر عواید درې چنده لږ شوي دي.
(2022 / 4 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومانو د خوندیوب نړیوال سازمان (سیف د چلډرن) ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د خلکو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.
یاد سازمان ویلي چې د خوراکې توکو د بیو له لوړېدو سره هممهاله ګڼ شمېر کورنۍ په روژه کې کافي خواړه نه لري او په وچه ډوډۍ او اوبو روژه ماتوي.
دغه سازمان زیاته کړې ده چې په افغانستان د اقتصادي ناورین له پیلېدو سره ډېری خلک بې کاره شوي او د خپلو کوچنیانو د مړولو لپاره ناوړه کارونو ته مخه کوي. دغه سازمان د نړیوال بانک په حواله ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د سړي سر عواید درې چنده لږ شوي دي.
سیف د چلډرن خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې روان وضعیت تر ټولو ډېر ماشومان اغېزمن کړي دي.