طالبان وايي کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ کولی شي پنجشیر له نیږدې وګوري

طالبان وايي کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ کولی شي افغانستان له نیږدې وګوري
طالبانو ویلي چې پر پنجشیر تر بشپړ کنترول وروسته یې ګڼو کورنیو او بهرنیو خبریالانو ته زمینه مساعده کړې تر څو پنجشیر له نیږدې وګوري
(2021 / 9 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
طالبانو ویلي چې پر پنجشیر تر بشپړ کنترول وروسته یې ګڼو کورنیو او بهرنیو خبریالانو ته زمینه مساعده کړې تر څو پنجشیر له نیږدې وګوري او د هغه افواهاتو په اړه پلټنه وکړي چې ځینې بهر کې ناستې کړۍ یې د شخصي موخو لپاره کوي،چې په هغو کې تر ټولو ستره او خندوونکې ادعا د پاکستاني الوتکو له خوا پر پنجشیر د بمبارۍ وه، طالبان وایي اوس هم هره شیبه کورني او بهرني خبریالان کولای شي مونږ سره په همغږۍ د پنجشیر هرې سیمې ته چې تګ غواړي لاړ شي او خپل رپوټونه چمتو کړي.






