په افغانستان کښې د امن راوستلو لپاره د نړۍ هیوادونو جاري رول ډیر ضروري دۍ: د پاکستان فوځ سرلښکر

جنرل قمر جاوید باجوه کارپس کمانډر کانفرنس مشري کوي: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه نن په جي ایچ کیو پنډۍ کښې د ۲۴۳ کمانډرز کانفرنس غونډې ته وینا کړې، دا خبر د فوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار رسنیو ته ورکړې او وایی چې د فوځ سرلښکر افغانستان سره په پوله د سیکوریټي لپاره اخستل شوې ګامونو باندې د اطمینان څرګندونه کوي.
د فوځ سرلښکر وایی چې د بارډر امنیت په ښه توګه خوندي کولو له وجهې په پاکستان کښې دننه امنیت هم خوندي شوې دې.
نوموړي د پاکستان فوځ د افغانستان نه د انخلا په دوران د هلوځلو او د امدادي کارونو ستاینه کړي او فوځ له ی داد ورکړې دې.
د فوځ سرلښکر په ډاګه کړه چې د پاکستان دننه او د پاکستان نه بهر د امن خرابولو به کله هم اجازت ورنکړي او د امن خرابوونکو مخنیوې به وکړي او ددوی کوششونه به ناکام کړي.






