11 ستمبر پيښې شل کاله پوره شو

د 11 ستمبر ٢٠ کاله پوره شو
باغي ټي وي رپورټ
د امريکې په نيويارک ښار کې په نړيوال تجارتي مرکز باندې د الوتکو په ذريعه د بريد کولو ٢٠ کاله پوره شو،امريکايى چارواکو مطابق په دې حمله کښې د درې زرو نه زيات امريکايى وګړي وژل شوي وو ـ
کله چې دا بريد وشو نو دهغه وخت د امريکې اولس مشر جارج ډبليو بش دا بريد په امريکه يوه حمله اوبلله او ددې بريد تور ي په القاعده تنظيم ولګولو ـ
ددې برېد بدله اخستو لپاره د امريکايى چارواکو له طرف نه په افغانستان کښې د طالبانو حکومت نه اوغوښتل چې د القاعده مشر اسامه بن لادن امريکې ته حواله کړي ـ
طالبانو اسامه امريکې ته حواله نه کړو او هم ددي بريد بدله اخستو لپاره ى د اکتوبر په مياشت کال ٢٠٠١ کښې په افغانستان حمله وکړه ـ د امريکې بي ٥٢ الوتکو د طالبانو په کيمپونو بمونه اوورول چې پکښې ګنړ شمير طالبان جنګيالي اووژل شول ـ
د امريکي او نيټو ځواکونو مشن په افغانستان کښې ختم شوې او د امارت اسلامي افغانستان مشرانو سره د معاهدې کولو نه پس امريکه او نيټو ځواکونه په ٣١ اګست د افغانستان نه واپس شول، په افغانستان کښې د امارت اسلامي سرپرست حکومت اعلان شوې دې ـ
د نوي سرپرست حکومت او د ټول افغانستان اميروالمومنين مولانا هيبت الله ټاکل شوې او د حکومت د زيرانو کابينې سرپرست مولانا محمد حسن اخوند ټاکل شوې دې ـ





