سور صلیب وايي چې د افغان کارګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې پۀ ډېرېدو دی 

0
94

سور صلیب وايي چې د افغان کارګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې پۀ ډېرېدو دی 

ده ويلي چې د دې وضعيت د بدلون لپاره بايد نړيوالې هڅې چټکې شي. تر دې مخکې د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې هم د افغان ماشومانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې وو چې پنځه ميليونه هغه له سختې لوږې سره مخ دي.

(2022 / 4 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سره صليب نړيوالې کمېټې ويلي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره روانې هڅې بايد چټکې شي.

دې کمېټې په افغانستان کې د ورځ تر بلې ډيرېدونکې بېوزلۍ او اقتصادي بحران پر پراختيا د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي چې یادو عواملو د ماشومانو وضعيت سخت ترينګلی کړی دی.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ایلوي فیلیون ویلي چې د افغان کارګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې لوړيږي. هغه ويلي، هره ورځ داسې ماشومان پر کارونو اخته ويني چې ټول بايد په ښوونځيو کې وي او زده کړې وکړي.

Leave a reply