وزیراعظم شهباز شریف په ملک کې د بریښنا لوډشیډنګ په سمدستي توګه د ختمولو لارښوونه کړې

0
90

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف په ملک کښي د مئي دمياشتې نه د لوډشيډنګ ختمولو هدايات کړي دي۔

د وزيراعظم په مشرۍ كښې د اعلانيه او غير اعلانيه لوډشيډنګ په اړه بېړنۍ غونډه وشوه۔بريفنګ کښې وئيلي شوي چې تير حکومت په څلورو کالو کښې د پاور پلانټ لپاره تېل نه دي اخستي ولي موجوده حکومت په دوه هفتو کښې د تېلو انتظام وکړو او د پاور پلانټونو څخه د بریښنا تولید زیاتولو سره د لوډشیډنګ مخه هم نیول کیږي.
بريفنګ کښې داهم وئيلي شوي چې په ملک کښې دبريښنا مجموعي توليد تقريباً 18500 ميګاواټه دے او د طلب په لحاظ شارټ فال د 500 نه تر 2000 ميگاواټ پورې دے.
د جیو نیوز رپورټ مطابق، وزيراعظم شهباز شريف د پاور ډويژن چارواکو ته د بريفنګ نه پس په ټول ملک کښې د مئي تر لومړۍ نېټې د لوډشيډنګ ختمولو لارښوونه کړې ده.

Leave a reply