روسیې له اوکراین سره د نظامي مرستو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی

0
161

روسیې له اوکراین سره د نظامي مرستو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی

د سفیر په خبره په همدې اړه یې له دیپلوماتیکو چینلونو  خپل خبرداری او ګواښ د امریکا ديپلوماتیکو اداراتو ته لېږلی دی. روسي لوري له امریکا غوښتي چې له ورته پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي او ناندرۍ دې تر دې ډېرې نه پراخوي.

 

(2022 /  4 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې له اوکراین سره د نظامي مرستو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی. په واشنګټن کې د روسیې سفیر ویلي چې امریکا په وروستیو کې د نړیوالو قوانینو پر خلاف له اوکراین سره د نظامي تجهیزاتو مرسته کوي څو هغه د روسیې پر ضد وکاروي.

د سفیر په خبره په همدې اړه یې له دیپلوماتیکو چینلونو  خپل خبرداری او ګواښ د امریکا ديپلوماتیکو اداراتو ته لېږلی دی. روسي لوري له امریکا غوښتي چې له ورته پاروونکو اقداماتو لاس په سر شي او ناندرۍ دې تر دې ډېرې نه پراخوي.

په وروستیو کې امریکا ویلي چې له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوي، څو دوی وکړی شي چې د روسیې د یرغل پر وړاندې له خپل ځان دفاع وکړي.

Leave a reply