د امریکا عدالت پخوانۍ اولس مشر ټرمپ جریمه کړې دې

0
82

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا یوې محکمې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محکمې د سپکاوي په تور محکوم کړی دی.

د بهرني خبري اژانس له مخې د نيويارک اټارني جنرل د پلټنو په لړ کې عدالت پخواني صدر ډونلډ ټرمپ ته امر کړی دی چې لويې څارنوالۍ ته د ضروري اسنادو نه وړاندې کولو پورې هره ورځ لس زره ډالره جريمه ورکړي.
له بلې خوا ویل کېږي چې ډونالډ ټرمپ به د محکمې د پرېکړې پر ضد به اپیل وکړي، په داسې حال کې چې د ټرمپ وکیلان ادعا کوي چې اسناد یې لا وړاندې عدالت ته ورکړی دي.

Leave a reply