امریکا د اوکراین جګړه د روسیې ځپلو لپاره غوره فرصت ګڼلی

0
167

امریکا د اوکراین جګړه د روسیې ځپلو لپاره غوره فرصت ګڼلی

هغه زیاتوي دمګړی داسې نښې نښانې ترسترګو کېږي چې روسیه په نظامي لحاظ سخته ځپل شوې ده، خو دا کفایت نه کوي. آسټین داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له لومړي سره دا ګومان کېده چې امریکا په زور غواړي روسیه په اوکراین کې ښکېله کړي.

 

(2022 / 4 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي د اوکراین جګړه د روسیې د ځپلو لپاره غوره فرصت دی.

د امریکا ددفاع وزیر لوید آستین له اوکراین تر راګرځېدو وروسته ویلي، دوی غواړي روسیه دومره کمزورې کړي چې پر بل هېواد د یرغل وړتیا و نه لري.

د آسټین په خبره په اوکراین کې د روسیې ښکېلتیا غوره فرصت دی څو دغه هېواد په نظامي لحاظ کمزوری کړل شي.

هغه زیاتوي دمګړی داسې نښې نښانې ترسترګو کېږي چې روسیه په نظامي لحاظ سخته ځپل شوې ده، خو دا کفایت نه کوي. آسټین داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له لومړي سره دا ګومان کېده چې امریکا په زور غواړي روسیه په اوکراین کې ښکېله کړي.

خو د آسټین دې خبرو دا ادعاوې روښانه کړې چې امریکا غواړي روسیه په اوکراین کې وځپي او نظامي قوت یې و ازمويي.

Leave a reply