افغانستان ـ محکمې ته د نصیر احمد فایق لیک

افغانستان ـ محکمې ته د نصیر احمد فایق لیک
نوموړي ویلي د افغانستان شتمنۍ باید د سپتمبر پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه ور نه کړل شي.
فایق ویلي چې دامهال افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري او سختو بشري مرستو ته اړتیا لري.
(2022 / 4 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملگرو ملتونو کې د پرځېدلي حکومت استازی نصیر احمد فایق وایي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو ته ور نه کړل شي.
نوموړي د امریکا د نیویارک ایالت جنوبي محکمې ته په یوه استولي لیک کې ویلي، چې د افغانان هم د سپتمبر پېښې قربانیانو په څېر د تروریزم قربانیان دي.
نوموړي ویلي د افغانستان شتمنۍ باید د سپتمبر پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه ور نه کړل شي.
فایق ویلي چې دامهال افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري او سختو بشري مرستو ته اړتیا لري.





