د رسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اوکراین کې د اټومي جګړې د رامنځته کېدو احتمال ډېر دی

0
70

د رسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اوکراین کې د اټومي جګړې د رامنځته کېدو احتمال ډېر دی

بلخوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې د اټومي جګړې ګواښ د روسیې د ماتې په مانا ده. دده په خبره دا ښيي چې روسیه نوره ماته شوې ده او اوس به اټومي وسلو ته لاس غځوي.

 

(2022 / 4 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي په اوکراین کې د اټومي جګړې د رامنځ ته کېدو احتمال ډېر دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، نه غواړي په مصنوعي توګه او یا هم د وېرولو لپاره دا خبره وکړي، خو دی ډاډه دی چې له اوکراین سره جګړه کې د اټومي وسلو د کارولو احتمال لوړ دی.

نوموړی واي اوکراین په مذاکراتو کې دوه مخي کوي او تمرکز یې پر جګړه دی نو دوی هم له هرې ممکنې لارې ددې جګړې د ګټلو لپاره هڅه کوي. لاوروف تمه ښوودلې چې مذاکرات پایله ولري.

بلخوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې د اټومي جګړې ګواښ د روسیې د ماتې په مانا ده. د ده په خبره دا ښيي چې روسیه نوره ماته شوې ده او اوس به اټومي وسلو ته لاس غځوي.

Leave a reply