د افغانستان نوي حکومت ایران کې خپل سفارت ته درې استازي لېږلي دي
د افغانستان نوي حکومت ایران کې خپل سفارت ته درې استازي لېږلي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتانو تګ راتګ عادي خبره ده او د نوي حکومت د رسمیت پېژندل کېدو له مسئلې سره کوم تړاو نه لري.
(2022 / 4 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان نوي حکومت ایران کې خپل سفارت ته درې استازي لېږلي دي. رسنۍ وایي چې په دې کسانو کې یو یې د سفارت دویم مرستیال او دوه نور یې عادي کارکوونکي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتانو تګ راتګ عادي خبره ده او د نوي حکومت د رسمیت پېژندل کېدو له مسئلې سره کوم تړاو نه لري.
دا کسان داسې مهال ایران ته ځي چې تر دې وړاندې ایران ویلي وو، تر هغه چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي نو ایران به یې دیپلوماتان و نه مني.
تر ایران وړاندې ګڼو نورو هېوادونو لکه قطر، روسیې چین او پاکستان هم د افغانستان د نوي حکومت استازي په سفارتونو کې منلي دي.