ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د امریما بندیزونو، افغانستان کې بشردوستانه مرستې او بشري وضعت اغېزمن کړی 

0
86

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د امریما بندیزونو، افغانستان کې بشردوستانه مرستې او بشري وضعت اغېزمن کړی 

کارپوهان زیاتوي سره له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خیریه بنسټونه او مرستندویه موسسې له بندیزونو معاف کړې دي، خو دې پرېکړې هېڅ مثبت تغیر نه دی راوستلی ځکه دغه بنسټونه او مرستندویه هېوادونه لا هم له دې پرېکړې ډاډه نه دي.

 

(2022 / 4 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي چې د امریکا بندیزونو په افغانستان کې د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې امریکا لا هم د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده، په داسې حال کې چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره لاس او ګریوان دي.

دوی وایي د امریکا بندیزونو د خیریه بنسټونو پر همکاریو او همدا راز د افغانستان د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی او د بشري ناورین د پراختیا سرعت یې ډېر کړی دی.

کارپوهان زیاتوي سره له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خیریه بنسټونه او مرستندویه موسسې له بندیزونو معاف کړې دي، خو دې پرېکړې هېڅ مثبت تغیر نه دی راوستلی ځکه دغه بنسټونه او مرستندویه هېوادونه لا هم له دې پرېکړې ډاډه نه دي.

د ملګرو ملتونو کاروپوهانو پر امریکا او نړۍ غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې له ابهام خالي او واضح دریځ ولري څو نړیوال مرستندویه بنسټونه دلته د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره په ډاډه زړه هڅه وکړي.

Leave a reply