ایران رئیش جمهور وایي افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور له ویجاړۍ او وژنو پرته بل څه نه لرل

د ایران رئیش جمهور وایي افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور له ویجاړۍ او وژنو پرته بل څه نه لرل
نوموړي پر نړیوالو غږ کړی چې د اوکراین له جګړې سره هممهاله دې پر افغانستان او په دغه هېواد کې پر روان بحران تمرکز وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې میلیونونه افغانان کډوال شي او روان اقتصادي وضعیت د انسانانو ژوند واخلي.
(2022 / 4 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور له ویجاړۍ او وژنو پرته بل څه نه لرل.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي دغه هېواد ته د نوو ورغلو سفیرانو د اعتبارلیکونو د اخیستلو پر مهال ویلي چې ایران له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي خو غرب تل په سیمه کې ناندرۍ او جګړې جوړې کړې دي.
نوموړي ویلي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې حضور درلود، خو له ورانۍ، ویجاړۍ او د نشه يي توکو د قاچاق له ډېرېدو پرته یې بله هېڅ پایله نه لرله.
هغه زیاته کړې چې امریکا د همدې موخو لپاره په افغانستان کې وه او تر شل کاله جګړې وروسته یې په افغانستان کې هېڅ راز ابادي او بنسټیز کار تر شا نه دی پاتې.