سندهه هاوس برید، د پي ټي آیی قامي اسمبلۍ دوه غړي ونیول شول

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ هاوس برید کېس کې د پي ټي ايي د قومي اسمبلۍ دوه غړي د ضمانتونو منسوخ کېدو وروستو نیول شوي دي.

د اسلام آباد هائيکورټ جج جسټس طارق محمود جهانګير د سنده هاؤس بريد کيس سماعت کړيدے په کوم کښي چي د درخواست کونکي جمال مندوخېل په طرفه وکيل راجه نذير حاضر شو او د ملزم د ضمانت منسوخولو غوښتنه ئي وکړه په کومه کښي چي د ملزمانو لخوا فيصل صديقي وکيل حاضر شو چا چي د ملزم په حق کښي دلائل ورکړل.
عدالت د فریقینو دلائل اوریدو نه پس د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ غړي عطاء الله او فهیم خان عبوري ضمانت منسوخ کړو.پولیسو د پي ټي آی دوه وکیلان د محکمې له خونې څخه وروسته له هغه ونیول چې د محکمې لخوا د دوی ضمانت رد شو.
ياده دي وي چي د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک وړاندي کولو نه وړاندي پي ټي آئي کارکنانو اسلام آباد کښي په سندهه هاؤس باندي حمله کړي وه، په دې برید کې د پی ټي آیی غړیو باندې تور وو چې دوی په سندهه هاوس کې سامان هم مات کړې وو او زیان ی ور سولې وو.

Leave a reply