د اسرائیلو پوځ په لبنان د توپخانې بریدونه کړي دي
د اسرائیلو پوځ په لبنان د توپخانې بریدونه کړي دي
د ویلو ده چې د تیرو دوو کلونو ترمنځه د اسرائیل او لبنان پوله نسبتآ ارامه وه.
د لبنان نه په اسرائیل دا راکټي برید پداسې وخت کې شوی دی چې د اشغال لاندې په بیت المقدس او لویدیځه تراړه کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځه کړکیچ او نښتې دوام لري.
(2022 / 4 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسرائیلو پوځ د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د لبنان د شمال څخه پدغه هیواد د توغندي د برید په ځواب کې پر لبنان د توپخانې بریدونه کړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د اسرائیل توپچي ځواکونو په لبنان کې پر هغه سیمو چې په اسرائیل ترینه راکټي برید شوی وو بریدونه کړي دي.
اسرائیل پوځ د نوموړو بریدونو په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده.
د لبنان پوځ هم ددې بریدونو په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده.
د بله پلوه په لبنان کې حزب الله ډلې ته نږدې د الاخبار ورځپاڼې ویلي دي چې پر اسرائیل راکټي برید د سور ښار د سویلي برخې نه شوی دی.