متقي لۀ خپل قطري سیال سره د افغانستان هوايي ډګرونو مدیریت پۀ اړه خبرې کړې دي
متقي لۀ خپل قطري سیال سره د افغانستان هوايي ډګرونو مدیریت پۀ اړه خبرې کړې دي
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه د ټويټونو يوه لړۍ کې ويلي چې دواړو لورو په دې ناسته کې په یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سربېره د افغانستان د هوايي ډګرونو د مديريت د قرارداد پر هغو ټکو هم بحث وکړ چې لا پرې توافق نه دی شوی.
(2022 / 4 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان د ا.ا د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د قطر د لومړي وزير له مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه د ټويټونو يوه لړۍ کې ويلي چې دواړو لورو په دې ناسته کې په یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سربېره د افغانستان د هوايي ډګرونو د مديريت د قرارداد پر هغو ټکو هم بحث وکړ چې لا پرې توافق نه دی شوی.
متقي او ال ثاني ژمنه کړې چې د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه به په ګډه کار کوي څو د هوایي ډګرونو د مديريت تړون نهايي شي.
متقي د تېرې جمعې په ورځ د ا.ا له يوه پلاوي سره قطر ته سفر کړی او تر دې مهاله يې د ځينو اروپايي هيوادونو له ديپلوماټانو سره هم کتلي دي.