د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده

0
48

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده

دغه ادارې له نوي افغان حکومت غوښتي چې پر دې مسئله دې ژر سره سلا شي ځکه د تعلیمي کال وخت په کمېدو دی. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې نوی حکومت دې پر ژمنو عمل وکړي او اجازه دې ورکړي چې افغان نجونې ښوونځيو ته لاړې شي.

 

(2022 / 4 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. ددغه نړیوالې ادارې د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار ویلي چې د افغانستان نوی حکومت دې پر ژمنو عمل وکړي او په خبره یې افغان نجونې حق لري چې تر شپږم پورته ټولګیو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

دغه ادارې له نوي افغان حکومت غوښتي چې پر دې مسئله دې ژر سره سلا شي ځکه د تعلیمي کال وخت په کمېدو دی. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې نوی حکومت دې پر ژمنو عمل وکړي او اجازه دې ورکړي چې افغان نجونې ښوونځيو ته لاړې شي.

افغان حکومت بیا وايي چې ډېر ژر به په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي او په خبره یې ښوونځي تړل شوي نه بلکې د ځينو ملاحظاتو له امله ځنډ پکې راغلی دی.

Leave a reply