هلمند کې د ښځینه او نارینه زده کوونکو لپاره سیمه ییز ټولګي جوړېږې

هلمند کې د ښځینه او نارینه زده کوونکو لپاره سیمه ییز ټولګي جوړېږې
سرچینه کاږي چې ددغه ټولګیو د مخ ته بېولو لپاره ښوونکي ګومارل شوي، شاګردان جذب شوي او ډېر ژر به یې د زده کړو بهیر پيل شي. د هلمند ولایت ځايي مسوولین وایي چې په دې ټولګیو کې ۷۵ سلنه یې نارینه وو او ۱۵ سلنه یې ښځینه وو ته ځانګړي شوي دي.
(2022 / 4 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هلمند کې د تعلیم او زده کړو په موخه ۹۰ سیمه ییز ټولګي جوړېږي.
د هلمند ولایت ځایي مسوولین وایي چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته به ددغه ولایت په بېلو ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې ۹۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شي.
سرچینه کاږي چې ددغه ټولګیو د مخ ته بېولو لپاره ښوونکي ګومارل شوي، شاګردان جذب شوي او ډېر ژر به یې د زده کړو بهیر پيل شي.
د هلمند ولایت ځايي مسوولین وایي چې په دې ټولګیو کې ۷۵ سلنه یې نارینه وو او ۱۵ سلنه یې ښځینه وو ته ځانګړي شوي دي.
هلمند د هېواد له هغو ولایتونو دی چې په تېرو شلو کلونو کې د سختو جګړو له امله ددغه ولایت خلک له زده کړو او تعلیمي بهیرونو لرې پاتې شوي او د اړتیا وړ پاملرنه نه ده ورته شوې.






