ترکیې یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راشړلي

د دې کډوالو شمېر شاوخوا ۲۲۷ کسانو ته رسېږي. د ترکیې حکومت ادعا کوي چې دغه کډوال په غیر قانوني لارو ترکیې ته تللي وو.
په هېواد کې له وروستیو تحولاتو سره سم د ترکیې په ګډون ډېرو هېوادونو ته افغان کډوال په غیر قانوني توګه اوښتي دي چې ډېری دغه کډوال بېرته کابل ته رالېږل کېږي.
(2022 / 4 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ترکیې لسګونه افغان کډوال بېرته رالېږلي دي. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ ترکیې پرون ناوخته هغه کډوال بېرته کابل ته رالېږلي چې دغه هېواد ته په غیر قانوني توګه ورغلي وو. ترکي رسنۍ وايي چې دغه کډوال په مالاتیا کې وو او په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته لېږل شوي دي.