د پاکستان نوي حکومت له نړیوالو بنسټونو د پور غوښتنه کړې ده

0
167

د پاکستان نوي حکومت له نړیوالو بنسټونو د پور غوښتنه کړې ده

پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق د پور غوښتنه کړې ده او وایي چې د هېواد د ژغورلو او بیو د ټيټولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان سره د مرستې ژمنه کړې ده، خو په دې اړه نور جزیات نشته دي.

 

(2022 / 4 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان د نوي حکومت یوه لوړپوړي پلاوي امریکا ته سفر کړی دی او هلته یې د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره کتلي دي.

په دې سفر کې د پاکستان د خزانې وزیر له نړیوالو بنسټونو د پورونو غوښتنه کړې ده او وایي که پور ور نه کړل شي دوی د روان اقتصادي ناورین د مدیریت وړتیا نه لري.

پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق د پور غوښتنه کړې ده او وایي چې د هېواد د ژغورلو او بیو د ټيټولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان سره د مرستې ژمنه کړې ده، خو په دې اړه نور جزیات نشته دي.

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې میلیاردونه ډالر د نورو هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو پوروړوی دی او هر نوی حکومت دغه د هېواد ته نوي نوي پورونه اخلي.

Leave a reply